د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی په جگړو کی د ائتلافی قواو یو عسکر او اته یاغي طالبان وژل شوي دي


افغاني چارواکي وایی چی په بېلو بېلو نښتو کی یو ائتلافي عسکر او اته یاغي طالبان په داسی حال کی وژل شوي دي چی د امریکا په مشري قواوي د یاغي ډلو د ځپلو د پاره خپلو غټو عملیاتو ته دوام ورکوی .

ائتلافي قواوی وایی چی خارجي عسکر هغه وخت ووژل سو چی د پکتیکا په ولایت کی یې گزمه کوله او یاغیانو حمله پر وکړه . ددې عسکر ملک نه دی اعلان سوی .

مامورین وایی چی ائتلافي او افغان قواوو د افغانستان په ختیځ او د زابل په ولایت کی د جنگي عملیاتو په وخت اته تنه یاغي طالبان هم وژلي دي .

د امریکا په مشري ائتلافي قواوو د سه شنبې په ورځ د هلمند په ولایت کی د طالبانو پر یو ځای باندی په حمله کی ٣٥ یاغیان ووژل . او په همدې ولایت کی یاغیانو یو برتانوی عسکر وواژه چی دا شپږم عسکر و چی په دې سیمه کی وژل کیږی .

XS
SM
MD
LG