د لاس رسي وړ اتصالات

د انگلستان حکومت افغانستان ته  نور عسکر استوی


د افغانستان دپاره د ملگرو ملتو د عمومی منشی ‏خاص استازی د انگلستان د حکومت د دی فیصلی هرکلی کړیدی چی غواړی افغانستان ته نور عسکر واستوی .

د ملگرو ملتو استازی ټام کوینگز د نورو ملکونو نه هم غوښتی چی همداسی گامونه واخلی. هغه ویلی دی چی افغانستان د سخت وخت نه تیریږی او باید چی شا ورته وانړول شی.

ده داخبری په داسی وخت کی کړیدی چی په اورزگان ولایت کی د ایتلاف قواو د طالب یاغیانو په یو مرکز حمله کی څلویښت یاغیان وژلی او په جریان کی یو افغان عسکر مړ او د ایتلاف دری عسکر ژوبل شوی هم دی.

د ایتلاف قواوی وایی چی یاغیانو به د دی اډی نه د ایتلاف او افغان عسکرو نه علاوه د ملکی خلکو په ضد د حملو دپاره هم کار اخیستو.

XS
SM
MD
LG