د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی تروریستان په ښوونځیو باندی زیاتي حملې کوی


د هیومن رایټس واچ په نامه د بشری حقوقو مؤ سسه وایی چی تندروانو په افغانستان کی په دې وروستیو وختو کی په سلهاو ښوونکو ، زده کونکو او ښوونځیو باندی حملې کړي دي او په زرهاوو هلکان او په خاصه توگه نجوني یې د ښووني او روزني نه بې برخي کړي دي .

په یوه نوي رپوټ کی چی په نیو یارک کی دیره ددغي مؤسسې له خوا خپور شوی په افغانستان کی په سلهاو ښوونځیو باندی د حملو بیانونه شوي دي .

د بشري حقوقو ددغي مؤسسې یو مامور وایی چی د زیات تشویش وړ خبره داده چی د سږ کال په لومړۍ نیمایي کی ددغو حملو شمیر د ټول تیر کال د حملو نه زیات دی . هغه وویل چی په اوسط ډول هره ورځ یوه حمله شوې ده او په لسهاو ولسوالۍ دې ته مجبوري شوي دي چی خپل ښوونځي وتړی .

XS
SM
MD
LG