د لاس رسي وړ اتصالات

اسراییلو په لبنان کی نوی ځایونه په نښه کړی


اسراییلو د خپلو دوه و عسکرو د ازادولو او د لبنان د تندروی اسلامی ملیشه ډلی حزب الله د له منځه وړلو دپاره یی په لبنان کی نوی ځایونه په نښه کړی اود خپلو عملیاتو ساحه یی لا هم پراخه کړیده.

لبنانی مقامات وایی اسراییل جنگی الوتکو د بیروت پر نړیوال هوایی میدان باندی نن بیا حمله کړیده چی په تیرو څلور ایشت ساعتونو کی یی پر دی ځای باندی دریمه حمله بلل کیږی.

اسراییلو په خپلو دی هوایی حملو کی د بیروت هغه ملیواله سیمه چید حزب الله مرکز گڼل کیږی تر حمل لاندی ونیوله .

د لبنان امنیتی مقامات وایی چی پدی حملو کی لږ تر لږه دری تنه وژل شوی د ی او پنځوس تنه نور سخت ټپیان د ی.

یو غټ پل ، د تیلو یوه غټه زیرمه د برښنا لوی ستیشن او هوایی ډگر ته ټول سړکونه وران شوی دی .

د اسراییلو پوځ وایی چی د حزب اله گوریلاو د اسراییلو پر یوه ښار باندی نن شل توغندی وار کړل چی پکی اته تنه ژوبل شوی د ی.

نن سهار وختی اسراییلو د د بیروت هغه لویه لاره په بمباریو خرابه کړه چی د سوریی مرکز دمشق ته غزیدلی ده . دوی وایی غواړی چی د لبنان ارتباط د نوری نړی سره وشلوی او پخپله محاصره کی یی وساتی .

لبنانی مقامات وایی چی د چهار شنبی د ورځی را هیسی کله چی حزب اله اسراییل عسکر یرغمل ونیول تر اوسه پوری د اسراییلو په هوایی حملو کی د پنځوسو نه زیات کسان وژل شوی د ی.

اسراییل وایی چی د حزب اله له خوا په حملو کی اته اسراییل عسکراو دوه تنه ملکی یهودیان وژل شوی د ی.


XS
SM
MD
LG