د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوبي برخه کي د ایتلافي قواو او طالبانو تر منیځ جگړه سوې


په افغانستان کي د ایتلافي قواوو مقامات وايي د هغه هیواد په جنوب کي په جلا جلا حملو کي څه د پاسه څلوېښت تنه طالب جنگیالي وژل سوي دي.

د ایتلافي قواو نن د ورځي اعلامیه وايي ایتلافي عسکرو سهار وختي د هلمند د ولایت د سنگین په اولسوالۍ کي د یاغیانو پر یوې اډې باندي حمله وکړه او ١٠ تنه طالب جنگیالي یې ووژل.

پدې تېرو څو ورځو کي، د اورزگان او زابل په ولایتونو کي د دغه راز مرگانیو نښتو رپورتونه هم ورکړه سوي دي.

په عېن زمان کي، د ایتلاف د قواو مقاماتو نن د شنبې په ورځ وویل هغه دوه خارجي جنگیالي چي د اورزگان د ولایت د جمعې د ورځي په نښته کي وژل سوي وو، هغه مظنون سرتېري بم چونکي وو چي د ښځو جامې یې اغوستي وې.

د امریکا په قېادت ایتلافي قواو د افغانستان په شرقي او جنوبي سیمو کي د طالبانو پر خلاف ستر عملیات پیل کړی دي. پدې عملیاتو کي د ایتلافي قواو څه د پاسه لس زره عسکرو برخه اخېستې ده.

XS
SM
MD
LG