د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان هېله څرگنده کړېده چې د سولى خبرى د هند او د پاکستان ترمنځ دوام پېدا کاندى


پاکستان وايي دا چى هند د سولى خبرى چې په دې اونى کې کېدونکې وې ځنډولى دى ېو منفى کار دى. خو هېله ېې څرگنده کړېده چې د سولى خبرى ددواړو هېوادونو ترمنځ دوام پېدا کاندى.

د پاکستان خارجه وزېر رېاض محمد خان ووېل دى هېله من دى چې د خبرو څلور م پړاو به ددواړوهېوادونو ترمنځ لکه څنگه ېې چى پلان جوړ شوى پر مخى ولاړ شى.

په هندى کشمېر کې ېو عالېرتبه بېلتون غوښتونکى کشمېر مشر دواړه رقېب اټومى هېوادونه دېته هڅولى دى چې د سولى خبرو ته ادامه ورکړى. د آل حرېت کنفرانس مشر عمر فاروق ووېل که هند اوس له خبرو نه په شا شى نو دا به له هغو کسانو سره مرسته وکړى چې غواړى داخبرى بى نتېجى پاتى شى.

د تېرى سه شنبى په ورځ په بمبئى کې د سورلېو پر ېوه اورگاډى باندى د بم حملى وشوى . رپوټ وايي په دغو حملو کې تر ١٨٠ زېات کسان ووژل شول او تر اتو سوو نه زېات زخمېان شول.

هند پر پاکستان تو رلگوى چې له حمله کوونکېو سره په پاکستان کې دننه سر تېرى مرسته کوى خو پاکستان دا تورونه ردوى او حملى ېې محکومى کړېدى.

XS
SM
MD
LG