د لاس رسي وړ اتصالات

ټوپک والاو پر ېوعراقې مارکېټ باندى ډزې وکړې  ٥٠ تنه  ېې ووژل او په شلگونو نورېې زخمېان کړل


دعراق چارواکى وايي د ټوپک والاو ېوې سترې ډلې د بعداد د جنوب په ېو مارکېټ کې اول د توپونو ډزې وکړې او لږ تر لږه ٥٠ تنه ووژل او ورپسى ېې په مارکېټ حمله وکړه. په دغه حمله کې ٩٠ تنه نورېې زخمېان کړل. رپوټ وايي دا لانده معلومه چې دا حمله نن ددوشنبى په ورځ چا کړېده . د محمودېه ښارگوټى ٣٠ کېلومتره لېرى د بغداد جنوب لورى ته پروت دى. په دغه ښارگوټى کې سنېان او شېعه له ېوبل سره گډ اوسى. پولېس وايي چې لږ ترلږه دوه حمله کونکې ېې نېولى دى.

تردې ېوه ورځ مخکى ېو ه ځان وژونکى لږ تر لږه ٢٦ کسان د توز خورماتو په ښارگوټى کې ووژل او تر شلو زېات ېې زخمېان کړل. د غه ځان وژونکى برېد په ېوه داسى کافى کې شوى و چې هروخت پکى ډېره گڼه گوڼه وى او د پاېتخت بغداد نه ٢٠٠ کېلو متره شمال ته پروت دى.

د ېکشنبى په ورځ سر تېرو د سپورت د ٣٠ تنو برمته شوو مامورانو له جملى نه شپږ تنه خوشى کړل. دنورو برمته گانو په باب معلومات نشته . په نېول شوو کسانو کې د عراق د اولمپېک د کومېټى مشر هم شامل دى.

XS
SM
MD
LG