د لاس رسي وړ اتصالات

افغان اتباع  په بلوچستان کې له طالبانوسره تړاو  لرلو په گومان نېول سوى دى


د پاکستان چارواکى وايى دوى تر پنځوسو نه زېات افغان اتباع د بلوچستان په صوبه کې په دې گومان نېولى دى چې له طالبانوسره تړاو لرى.

د پلوچستان د پولېسو مشر چوهدرى محمد ېععقوب وايى چې له دې توقېفولو سره د هغو افغانانو شمېر چې په دې تېرو دوو ورځو کې نېول شوى د دوو سوو ته رسوى.

پولېس وايى په هغو کسانو کې چې په کوټه نېول شوى دى ېو هم د طالبانو د قواو پخوانى قوماندان ملاحمدالله دى . پولېس وايي ډېر مشکوکان له اسلامى مدرسو نه تو قېف سوىدى.

ددې توقېفونو لړى دهغه پروگرام ېوه برخه ده چې مقصد ېې دهغو افغانان نېول دى چې په غېر قانونى ډول په پاکستان کې اوسېږى.

داتالاشى په داسى وخت کې کېږى چې د افغانتسان حکومت او دامرېکا په مشر ى اېتلاف او د ناټوقواوې پر اسلام اباد فشار اچوى چې د طالبانو خلاف جدى اقدامات وکړى.

XS
SM
MD
LG