د لاس رسي وړ اتصالات

د اندونېزېا په توپان کې لږ تر لږه ٣۴٠ کسان وژل شوى دى


داندونېزېا چارواکى وايى د څونامى قوى توپان د جاوا د ساحل سېمى ځپلى دى او لږ تر لږه ٣۴٠ کسان ېې وژلى دى. په دغه توپان کې ېوشمېرخلک لادرکه دى او لږ تر لږه درى زره کسان بې کوره شوېدى. رپوټ وايي چې د جاوا په ټاپو کې د نجات اومرستو رسولو بشپړ عملېات پېل شوېدى. په اندونېزېا کې دملگرو ملتونو دخېرېه مرستو د ادارى مشر عبدالحق امېرى امرېکا غږ ته ووېل د مرستو کارگران د سرې مېاشتى او اکس فام له موسسونه ټوله شپه مزل وکړ چې توپان ځپلو سېموته ور ورسېږى.

د عاجلو مرستو محلى ادارى وايى د پنگن ډران له ساحلى سېمونه لږ تر لږه ٢٣ زره کسان خوندى ځاېونو ته بوول شوىدى. له بل پلوه په دغو سېمو کې برېښنا نشته او سړکونه خراب شوىدى په همدى سبب د ژغورنى کارونه سوکه روان دى.

رپوټ وايي چې ددوشنى په ورځ د سمند ر لاندى زلزله ددى سبب سوه چې دوه متره لوړ ې څپى تولېد کړى . دغه توپان د جاوا د جزېرى په لوېدېزه برخه کې ېو شمېر ودانى ورانى کړې او خلک ېې دېته اړکړل چې د جاوا له ساحلى سېمو نه خوندى ځاېونو ته ولاړ شى اولوړو غوندېو ته ور وخېزى.

کورونو ته راستېنږى ځکه چې تراوسه پورى لاهم له توپان نه وېرېږى . نن د سه شنبى په ورځ له سترى زلزلى نه وروسته اولس واړه ټکانونه ثبت شوېدى.

XS
SM
MD
LG