د هالینډ د اردو مشر وایی چی دده قواو په افغانستان کی د روزگان په ولایت کی د خاصو نظامی عملیاتو په وخت ١٨ مشکوک یاغیان وژلي دي .
هغه وویل چی په دې جگړه کی چی وروسته له هغه پېښه شوه چی یاغیانو د یوې غونډۍ پر سر چی هالیندي عسکر یې په لمن کی پراته وو مورچې جوړي کړې .
له بلي خوا د امریکا اردو وایی چی پرون د افغانستان په جنوب کی د ائتلافي قواو د اوسېدو په یوه ځای باندی د یاغیانو د هاوانو او راکټ په حمله کی د ائتلاف یو عسکر وژل سوی دی .
دا پېښه د پکتیکا په ولایت کی شوې او عسکر تر روغتون پوری ونه رسید چی علاج یې وسی .
په عین حال کی د ناتو مشران چی افغانستان ته په سفر تللي نن یې د افغانستان په جنوب کی نا آرامي سیمي وکتلې او دا هوډ یې وکړ چی د یاغي طالبانو سره جگړې ته تیار دي .
د ناتو سوله ساتونکي قواوي به د جولای په آخیر کی د افغانستان په جنوبی ولایتونو کی د امریکا په مشري ائتلافي قواو نه قومانده په خپله غاړه واخلی .