د لاس رسي وړ اتصالات

میرمن رائس نن منځنی ختیځ ته سفرکوی


جمهوررئیس بوش او دبهرنیو چارووزیره کانډولیزا رائس نن دیکشنبی په ورځ دلته په واشنگټن کې دسعودی عربستان دلوړرتبه ډیپلوماتانوسره غونډه کوی چې داسرائیلو او حزب اله ترمنځ ددوامداره تاوتریخوالی په باره کې خیری وکړی .

میرمن رائس دخبرونه وروسته چې مخکې لدی نه د چهارشنبی په ورځ دایټالې په غونډه کې چې ددغه جنجال په باب جوړیږی برخه واخلی،اسرائیلو او داردن دسیند لویدیځی غاړی ته ځی .

په ملگروملتونو دامریکا دائمی نماینده جان بولټن وائې، دایټالی غونډه به دنړیوالی ټولنې سره مرسته وکړی چې دیودوامدار حل لپاره ټولې لاری چاری ولټوی . ددغې غونډې یوه برخه دحزب اله له منځه وړل دی .

ښاغلې بولټن زیاته کړه چې ایران او سورېه دلبنان دستونزی ځکه یوه برخه ده چې له ډیری اوږدی مودی نه دحزب اله او په دغه هیواد کې دنورو وسله والو ډلوسره مرسته کوی .

توقع ده چې برسیره پرنورو ملکونو دامریکا، اروپائې اتحاد، ملگروملتونو، بریتانی، فرانسی،روسېې، مصراوسعودی عربستان ماموران به په دغه یوه ورځنی غونډه کې ونډه واخلی .

XS
SM
MD
LG