د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې دموټر بم په چاودنوکې ٦٢ تنه وژل شویدی


عراقی مقامات وائې ، نن دیکشنبی په ورځ په بغداد او په شمالی ښار کرکوک کې دموټر بم چاودنی شویدی چې دوه شپیته تنه پکې وژل شویدی .

دوی وائې، دموټربم یوه چاودنه دبغداد دصدر په سیمه کې یوبازارته نژدی وشوه چې ډیره گڼه گوڼه پکې وه اوڅلوردیرش تنه پکې ووژل شول. دلومړی چاودنی نه لږوروسته دوهم چاودنه دښاروالی دیوې ودانی مخی ته وشوه چې اته تنه نورپکې ووژل شول .

دبمونو دغه چاودنی دامریکا او عراق دعسکرو دهغې حملی نه څوساعته وروسته وشوی چې په دغه سیمه کې ئې کړی وه او دافراطی شعیه ملا مقتدا الصدر طرفدارانو او ددوی ترمنځ نښته شوی وه.

نن دیکشنبی په ورځ په کرکوک کې یوې محکمې ته نژدی دموټر بم یوه بله چاودنه وشوه . په دغه چاودنه کې شل تنه ووژل شول او یوسلواتلس ‏(‎١١٨ ‏)‎ تنه نورټپیان شول .

په عینی حال کې عراقی ماموران وائې، دعراق پخوانی ډیکټاټور صدام حسین ددوهفتو دلوږی داعتصاب نه وروسته په روغتون کې بستری شویدی.ټاکل شوی چې صدام ددوشنبی په ورځ محکمې ته حاضرشی چې دهغه دجنگی جنایتونو دمحاکمې ترټولو وروستنی غونډه ده.

پرون دشنبی په ورځ دعراق سیاسی اومذهبی مشرانو غونډه وکړه . دوی په غونډه کې

دصدراعظم نوری الملکی دملی پخلاکیدنی په پلان باندی خبروکړی . ددغه پلان هدف فرقه ئې تاوتریخوالی ته خاتمه ورکول دی .

XS
SM
MD
LG