د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو به ډیر ژر خپل عسکر دافغانستان په جنوب کې ځای په ځای کړی


دناټو ائتلاف دغټ امتحان سره مخامخ دی چې غواړی دافغانستان په جنوب کې امنیت ټینگ کړی په داسی حال کې چې هلته د امنیتی عملیاتو وظیفه په غاړه اخلی . تاوتریخوال، دمخدره موادو غیرقانونی تولید، سیاسی فساد ټوله سیمه په سرراخیستی ده اوماهرانو خبرداری ورکړیدی چې کیدای شی دا په افغانستا ن باندی چې دډیموکراسۍ په لاره باندی روان شویدی،ډیره بده اغیزه وکړی .

دامریکا غږخبریال بنیامن سانډ ‏پدی باره کې له اسلام اباد نه دا رپوټ رالیږلی دی .

ناټو به ددوشنبی په ورځ دامریکا په مشری ائتلاف نه دجنوب په شپږو مهمو ولایتونوکې دنظامی عملیاتو وظیفه په غاړه واخلی . ناټو دغه مسؤلیت په داسی وخت کې په غاړه اخلی چې دیودپاسه ددوه زرم کال نه راپدی خوا چې طالبان پکې راوپرزول شول، په افغانستان کې ډیر خونړې کال دی.

په روان کال کې څه دپاسه اوه لسوه تنه وژل شویدی او په ټول هیواد کې د ځان مرگی او افراطی حملو شمیرزیات شویدی . په افغانستان کې دثبات دټینگولو په مبارزه کې جنوبی سیمی دصفر سره برابری دی . دغه سیمی په عنعنوی توگه دطالبانو مرکزدی چې دنولسوه نوی دلسیزی په نیمائې کې دهیواد کنټرول په لاس کې واخیست .

دناټونطاق جگړن ‏(‎ لوک نیټیگ ‏)‎ وائې، داوه پنځوس کلن نظامی ائتلاف لپاره چې امریکا، کاناډا او اکثره اروپائې هیوادونه ئې سره نژ دی کړیدی، دغه نظامی عملیات یومهم امتحان دی . ښاغلئ نیټگ وائې:

ښائې چې دغه ائتلاف داسی سخت ماموریت هیڅکله په غاړه نوی اخیستی . ښائې چې دادټولونه غټ ماموریت نوی مگر معلومداره خبره ده دا ډیرپیچیلی ماموریت دی .

توقع ده چې داگست ترنیمائې پوری په افغانستان کې دناټو دعسکرو شمیر اتلس زرو تنو ته ورسیږی چې تقریبآ لس زره پنځه سوه تنه زیاتوالی پکې راغلی دی .

په جنوب کې به دناټو دعسکرو شمیر دوه برابره شی چې پدی حساب شمیر به ئې تقریبآ اته زرو تنو ته ورسیږی . دبریتانی، هالنډ اوکاناډا عسکر په جنوب کې دیره دی .

امریکائې عسکر به په جنوب کې دناټو دعسکرو سره مرسته کوی اودالقاعدی د اسامه بن لادن په شان دترورست مشرانو لټون ته به ادامه ورکوی .

دا لومړی ځل دی چې ناټو به دهیواد په دارنگه ناارامه سیمه کې دامنیتی عملیاتو وظیفه په غاړه اخلی .

دناټوپراخیتا داسی گڼل کیږی چې دا دلویځو قواو وروستینی هیله ده چې غواړی دهیواد کمزوری ډیموکراسی وژغوری چې نه یوازی یاغی طالبانو ورته گواښ مخامخ کړیدی بلکه محلی مشران دکابل دمنتخب حکومت نه سرغړونه او مخالفت ورسره کوی . سمینه احمد چې په اسلام ابادکې دبین المللی بحران دډلې سره کارکوی ، وائې:

که جنوب له لاسه اووځی نونورهیواد ډیر کمزوری کیږی او ځکه چې دا دطالبانومرکزو،په هغه صورت کې دابه نوی جنوب وی نو په هغه وخت کې به دطالبانواو دحکومت دنورو مخالفینولپاره هیڅ خواخوږی او زړه سوی نوی .

میرمن احمد وائې، دناټولومړی امتحان به دا وی چې دسیمه ایزو ښارونو او دولسوالیوپه مرکزونو کې امنیت ټینگ کړی .

افغان ماموران وائې، په سیمه کې لوی تجارتی مرکزونه دطالبانو دحملونه په امن کې ندی او ترڅو پوری چې امنیت ټینگ شوی نوی ترهغې پوری پرمختائی پروژی ځنډیدلی دی .

دناټو یوه ستونزه به داپینو تجارت وی . دافغانستان په جنوب کې په زرگونو دهقانان په غیرقانونی توگه کوکنارکری چې لدی نه هیروئن جوړیږی او بیا خارج ته په قاچاق وړل کیږی . ماهران وائې، داسی شواهد شته دی چې دمخدره موادو له قاچاق نه لاس ته راغلی پیسی دطالبانو سره مرسته کوی او په سیمه کې دسیاسی فساد سبب کیږی .

دناټو قوماندانان وائې، دغه ائتلاف غواړی چې په سیمه کې ترهغه وخته پوری پاتی شی ترڅوچې امنیت پکې ټینگیږی .

مگر دسیمی یوشمیر ماهران پدی عقیده دی چې که دوی غواړی دکابل دحکومت لپاره دخلکو ملاتړ لاس ته راوړی ،په جنوب کې خلک پدی قانع کړی چې په امنیت کې ښه والی راغلی دی .

ماهران پیشگوی کوی چې که دوی پخپل دی ماموریت کې ناکامه کیږی نو کیدای شی چې هیواد یوځل بیا دبین المللی ترورستانو مرکزشی .

XS
SM
MD
LG