د لاس رسي وړ اتصالات

د بمبى د اورگاډى د حملو د پلټنی په ترڅ کی يو خبرېال نېول شوی دى


دهند پولېسو هغه خبرېال نېولى دى چې ښايي په دې پوهېږى چې په بمبى کې د اورگاډى د حملو تر شا څوک وو. په بمبى کې ددى مېاشتې په سر کې د بمونو چاودنى وشوې او نېژدى ٢٠٠کسان پکى ووژل شول.

د پولېسو ېو معتبر چارواکى وايي چې چارواکى داسى گومان کوى چې د اردو اخبار ېومدېر په دې پوهېده چې د بمبى چاودنى چا کړېدى او ښايي چې ده ورسره مرسته هم کړې وى. دغه چارواکى وايي چې داسړى په دې شهرت لرى چې د ېوشمېر سخت درېځو اسلامى تنظېمونو سره همدردى لرى.

تراوسه پورې نهه کسان په دې اړه نېول شوىدى او ټول هندوستانى مسلمانان دى. په دې جمله کې ېو ډاکټر ، د کېمېاوى علومو انجنېر او د کمپېوټر ماهر کسان شامل دى. دهند امنېتى چارواکى وايي چې دا چاودنه هغو محلى مسلمانانو کړېده چې له پاکستان او په پاکستان کې دېره کشمېرې سر تېرى ډلى لشکر طېبه سره اړېکى لرى. ددغو چاودنو شک په لشکر طېبه باندى کېږى. خودغى ډلى دا تور رد کړېدى.

XS
SM
MD
LG