د لاس رسي وړ اتصالات

د حز ب الله او اسراېېلو ترمنځ په دې اونىکى د ېو بشپږ اوربند امکانات


دامرېکا جمهوررئېس جورج بش په دې ټنېگار کوى چې امرېکا داوږدى مودى دوامداره سوله غواړى.

که څه هم د سملاسى اوربند غوښتنه په نړېواله ټولنه کې مخ په زېاتېدو ده. ښاغلى بش نن ددوشنبى په ورځ په مېامى او فلورېډا کې د خپل سفر په دوران کې ووېل اېران او سورېه باېد د حزب الله په څېر ترهگرى ډلى سره خپل ملاتړ بند کړى.

دامرېکا جمهوررئېس دهغه نړېوالو غوښتنو په مقابل کې خپل مقاومت ته ادامه ورکوى چې سملاسى اوربند غواړى. هغه پر اسراېېلو باندى له انتقاد نه هم ډډه وکړه.

دامرېکا خارجه وزېره کانډو لېزا راېس نن دوخته ووېل دا په دې عقېده ده چې د حز ب الله او اسراېېلو ترمنځ په دې اونىکى ېو بشپږ اوربند کېدلى شى. مېرمن راېس نن په بېت المقدس کې ووېل چې دابه په دې اونىکې داوربند په هکله د ملگرو ملتونو د ېو پرېکړه لېک غوښتنه وکړى. هغى ووېل ددى تر څنگ به د لبنان د ثبات لپاره د ېو نړېوال پوځ غوښتنه هم وکړى.

XS
SM
MD
LG