د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې دبریتانی دری تنه عسکر وژل شویدی


دافغانستان په جنوب کې دمشکوکو طالبانو دخرپ اوترپ په ‏حمله کې دبریتانی دری تنه عسکر ووژل شول. دغه حمله یوه ورځ ورسته له هغې وشوه چې دهیواد بغاوت ځپلو جنوبی ولایتونو د امنیتی عملیاتو وظیفه ناټو ته وسپارل شوه.

دامریکا غږخبریال ‏بنيامن سان ، پدی باره کې له کابل نه دارپوټ رالیږلی دی .

دناټو نطاق مارک لیتی وائې، په ښو وسلو سبمال یاغیانو پرون سهار دهلمند دولایت په شمال کې دبریتانی دعسکرو په گزمه باندی دخرپ او ترپ ‏حمله وکړه . ښاغلئ لیتی وائې:

یاغیانو په راکټ لنچرونو او ماشینگڼو ډزی وکړی ،ښکاره خبره ده چې موږ ټول په دغې ټکان ورکونکی پیښه باندی خواشنی یو.

دغه حمله یوه ورځ وروسته له هغې وشوه چې ناټو په دغه سیمه کې دبین المللی امنیت دعملیاتو مسؤلیت په غاړه واخیست . داسیمه دطالبانو قوی مرکزدی .

دغه لویدیځ ائتلاف په شپږو جنوبی ولایتونو کې تقریبآ اته زره عسکرلری .پدغه بین المللی قوا دبریتانیه څه دپاسه څلورزره تنه عسکرلری .

دناټو ماموران وائې، دا عملیات ددغه ائتلاف په اوه پنځوس کلن تاریخ کې ښائې چې ترټولو سخت عملیات وی.

مخکې دامنیتی عملیاتو قوماندانی دامریکائې قواوسره وه. امریکائې عسکر به اوس دترورستی سازمانونوپسی گرځی اودناټو دعملیاتو ملاتړبه کوی .

پدی وروستیو وختوکې دځان وژنی دحملو او دسرک دغاړی دبمونو دچاودنو په شمول دافغانستان په جنوبی سیموکې حملی زیاتی شویدی.

دامنیتی چارو ماهران وائې، یاغی طالبان دناټو په قواوحملی کوی چې غواړی په نسبی توگه نه ازمائل شوی عسکر مانؤسه کړی .

دناټو دقواونطاق مارلیتې وائې، څرگنده خبره ده چې ائتلاف دهغوڅلوروتنو دعسکرو په وژلو باندی خواشنی څرگنده کړیده چې پرون دسه شنبی په ورځ ووژل شول. ښاغلئ لیتی وائې .

موږ پوهیدلو چې په جنوب کې ستونزی شته دی او په خواشنی سره مو دغه شواهد نن ولیدل مگر زموږ ماموریت ندی بدل شوی او زموږ په اراده کې بدلون ندی راغلی او موږ به خپلی وظیفی ته دوام ورکړو او موږ پتیلی ده چې خپل دغه کاربه سرته رسوو.

دیودپاسه ددوه زرم کال نه راپدی خوا چې دامریکا په مشری قواو دطالبانو رژیم راوپرزاوه، دا روان کال په افغانستان کې ترټولو خونړې کال دی .

دافغانستان نا ارامه جنوبی ولایتونه په روان کال کې تاوتریخوالی سخت وځپل .

ېوازی په تیرو څلورومیاشتو کې څه دپاسه اته سوه تنه وژل شویدی چې اکثره ئې افراطیان دی .

XS
SM
MD
LG