د لاس رسي وړ اتصالات

نهو تنو افغانانو ته په برتانیه کی د اوسیدو او  کار کولو حق ورکړ شوی دی


د برتانیی د ایستناف محکمه وایی چی هغو نهو تنو افغانانو ته چی په دوه زرم کال کی یی برتانیی الوتکه ور تښتولی وه، اوس په هه هیواد کی د اوسیدو او کار کولو حق ورکړ شوی دی.

د نن ورځی دا فیصله د برتانیی د ابتدایی محکمی د هغی پریکړی په تأیید وشوه چی ویلی و دوی اختیار لری چی په برتانیه کی ژوند کو ی او که نه

دواړو محکمو د برتانیی د حکومت هغه ادعا رد کړه چی گواکي حکومت دا صلاحیت لری چی دغو نهو تنو ته په برتانیه کی د پاتی کیدو موقتی اجازه ورکړي. پدې تر تیب به دوی نه کار کولای شو او نه به یې د حکومت د امتیازونو نه استفاده کولی شوه. او دوی به مجبور وو چې په منظم ډول پولیسو ته حاضري ورکړي.

دی نهو تنو افغانانو په دوه زرم کال کی د افغانستان د پایتخت کابل نه د بوینگ جت الوتکی کی پیلوت دیته مجبور کړ چی دا الوتکه د لندن د ستنستید په هوایی ډگر کی را ښکته کړی .دوی په برتانیی کی سیاسی پناه وغوښته او ویی ویل چی که دوی بیرته واستول شی نو د طالبانو حکومت به دویته د مرگ سزا ورکی.

XS
SM
MD
LG