د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کي د پولیسو دوه افسران وژل سوي دي


د افغانستان په جنوبي سیمو کي، د سړک د غاړي د بم په یوې چاودنه کي د پولیسو دوه افسران وژل سوي او اته تنه نور ټپي سوي دي.

افغان مقامات وايي پر دغه ښخ سوي بم باندي هغه موټر ور برابر سو چي د کندهار د ولایت د میاننشین په اولسوالۍ کي یې پولیس انتقالول.

د کندهار د ولایت د مقام یو ویاند وايي د میاننشین د اولسوالۍ اولسوال، ښادي خان، هم پدې موټر کي سپور وو، مگر هغه لدې حملې څخه روغ رمټ بچ سوی دی.

د کندهار د والي ویاند ددغي حملې مسولیت پر یاغي طالبانو باندي واچوه.

د کال ٢٠٠١ راهیسي چي د متحده ایالاتو په مشرۍ د طالبانو ژریم رانسکور سو، په افغانستان کي د تشدد او مرگ ژوبلي لړۍ تر بل هر وخت اوس لا گړندۍ سوې ده.

د پنجشنبې په ورځ، یوه سرتېري خپل موټر د کندهار د ښار پر یوه مارکیت ور برابر کړ او لږترلږه ٢١ ملکي کسان یې ووژل او ١٣ تنه نور یې ټپي کړل. محلي مامورین باور لري چي ددغه حملې اصلي نخښه د ناتو تر قیادت لاندي عسکر وو.

دغه راز، د پنجشنبې په ورځ، د افغانستان د جنوبي سیمو په جنگونو کي لږترلږه ٢٥ تنه طالب یاغیان او درې تنه د ناتو عسکر ووژل سول.

XS
SM
MD
LG