د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرلیا به ١٥٠ اضافه عسکر افغانستان ته واستوي


د اسټرلیا صدراعظم، جان هاورډ، وايي د هغه حکومت به افغانستان ته ١٥٠ اضافه عسکر پدې غرض ته واستوي چي د اسټرلیا د بیاودانولو د هغه ډلي ساتنه وکړي چي بله میاشت به هغه هیواد ولاړه سي.

ښاغلي هاورډ نن د چهارشنبې په روځ د اسټرلیا پارلمان ته وویل د افغانستان په جنوبي او مرکزي برخو کي د زیاتېدونکي تشدد په خاطر دې اضافه عسکرو ته ضرورت پیدا سوی دی.

دا عسکر به د اسټرلیا د بیاودانولو د ٢۴٠ کسییزه ډلي څخه حفاظت کوي. د اسټرلیا د بیاودانولو ډله به د اورزگان په ولایت کي د هالنډي ټیم سره یوځای کار کوي.

د اسټرلیا پوځ، دغه راز، غواړي چي افغانستان ته اضافه پوځي موټران هم واستوي.

اسټرلیا همدا اوس په افغانستان کي ٣٠٠ عسکر لري.

د اسټرلیا د کارگرانو د حزب یو ویاند، کېون رډ، په افغانستان کي د اسټرلیايي عسکرو د امنیت په باب ژوره اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چي افغانستان اوس هم د تروریستانو د فعالیتونو مرکز دی.


XS
SM
MD
LG