د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتونو عمومي منشي کوفي انان ایران ته تللی دی


د ملگرو ملتونو عمومي منشي کوفي انان په ایران کي دی او غواړي د ایران د ذره وي پروگرام او د حزب الله او اسرایلو د اوربند په باب د ایرانیانو سره خبري وکړي.

ټاکلې سوې چي ښاغلي انان به پدغه دوه ورځني سفر کي د ایران د جمهورریس محمود احمدي نژاد سره وگوري.

ایران د حزب الله اصلي حامي دی. د جمعې په ورځ، ښاغلي انان د سوریې د چارواکو سره هم وکتل. سوریه هم د حزب الله د مهمو حامیانو له جملې څخه ده.

ښاغلي انان د سوریې د جمهورریس بشارالاسد سره په دمشق کي تر ملاقات وروسته وویل سوریې ژمنه وکړه چي د لبنان سره پر سرحدونو باندي به گزمې زیاتي کړي څو حزب الله ته د وسلو د رسېدو مخه ونیسي.

ښاغلي انان ایران ته پداسي وخت کې رسېږي چي دوې ورځي پخوا د ملگروملتونو هغه ټاکل سوې نېټه تېره سوه چي ایران باید خپل ذره وي کار ختم کړی وای.


XS
SM
MD
LG