د لاس رسي وړ اتصالات

د ایتالیا د عسکرو لمړۍ جوپه لبنان ته ورسېده


لبنان ته د ایتالیا د عسکرو لمړۍ جوپه ورسېده څو هلته د ملگروملتونو د سولي د ساتولو د ماموریت سره مرسته وکړی.

د هغه وخت راهیسي چي د حزب الله او اسرایلو تر مینځ اوربند نافذ سوی دی، دا ایتالوي عسکر د هغو عسکرو یوه برخه ده چي غواړي په لبنان کي سوله ټینگه کړي. توقع ده چي د یکشنبې تر ورځي پوري به د زره کسه ایتالوي عسکر لبنان ته ورسېږي. د اوربند موافقه غواړي چي د ملگرو ملتونو د سولي د ماموریت د اوسني دوو زرو عسکرو شمېر پنځه لسو زرو ته ورسوي.

اهسپانیا او فرانسه هم زیاتو عسکرو د استولو ژمنه کړې ده.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي کوفي انان ویلي دي چي اسرایل باید له لبنان څخه هغه وخت ووځي چي په هغه ملک کي د ملگرو ملتونو د سوله ساتونکو عسکرو شمېر پنځو زرو ته ورسېږي. سوریې خبرداری ورکړی دی چي په لبنان کي د سوریې د سرحد په اوږدو کي د بین المللي سوله ساتونکو عسکرو اچول به ‏خصمانه عمل وي.

XS
SM
MD
LG