د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کي یاغیانو د جنوبي اسیا څوارلس تنه زیارت کونکي چي کربلا ته روان وو، وژلي دي


عراقي مقامات وايي یاغیانو ددې هفتې په سر کي د جنوبي اسیا څورلس تنه زیات کونکي چي کربلا ته روان وو، وژلي دي.

ددغو مړو جسدونه د جمعې په ورځ پیدا سول. مقامات وايي داسي برېښي چي دا زیارت کونکي پداسي حال کي ویشتل سوي وو چي لاسونه یې تړلي وو، او پر ځینو باندي د شکنجې نښي نښانې هم لېدل کېږي.

اکثره وژل سوي کسان پاکستانیان وو، خو ځیني هندي مسلمانان هم پکي شامل دي.

په یوې بلي مرگانۍ پېښه کی، د بغداد د ښار په هم زمانه چاودونو کي لږترلږه دوه کسه وژل سوي او ١٦ نور ټپي سوي دي.

بلخوا، د عراق صدراعظم نوري المالکي د هغه هیواد د لوی شیعه ملا ایت الله علي سیستاني سره په عراق د فرقوي جنگونو د ختمولو په غرض کتلي دي.

ښاغلي مالکي تر دغو خبرو وروسته په نجف کي خبریالانو ته وویل هغه غواړي چي ډېر ژر په خپل حکومت په څلورو وزارتونو کي بدلونونه راولي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د جمعې په ورځ ویلي دي چي په عراق کي زیاتېدونکی تشدد به ښايي د داخلي جنگ د شروع کېدو لپاره زمینه برابره کړي. مگر که چیري د تشدد د راایسارولو کوښښونه بریالي سي، کېدای سي چي د کورني جنگ مخه ونیول سي.


XS
SM
MD
LG