د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې په تړانگه کي د اسرایلو په دووعملیاتو کی درې فلسطینیان وژل سوي دي


فلسطیني مقامات وايي د غزې په تړانگه کي د اسرایلو په دووعملیاتو کی درې فلسطینیان وژل سوي دي.

دوي وايي اسرایلي عسکرو د غزې او اسرایلو سرحد ته څېرمه یو سړی ووېشت او مړ یې کړ.

لدې څخه مخکي، د بیت هانون په حمله کي یو پلار او د هغه ٢٧ کلن زوی هغه ووژل سول او دوه خپلوان یې ټپیان سول.

د جون په میاشت کي کله چي د اسرایلو دوه عسکره برمته سول، د اسرایلو پوځ د غزې په تړانگه کي عملیات پیل کړي دي. پدې عملیاتو کي، څه د پاسه ٢٠٠ تنه فلسطینیان وژل سوي دی.

په عین زمان کي، د فلسطین د حکومت په زرهاوو مامورین د تېرو معاشونو د نه ترلاسه کولو په خاطر د غزې په تړانگه او لوېدیځه غاړه کي په اعتصابونو لاس پوري کړي دی. دې اعتصاب په دواړو سیمو کي د مکتبونو د تړلو سبب گرځېدلي دي.


XS
SM
MD
LG