د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې ١٦ طالبان او درى پولېسان وژل شوېدي


د افغانستان چارواکى وايي ېو موټر بم چې هدف ېې دناټو ېو کاروان و په کابل کې ېې څلو ر ملکېان او ېو عسکر وژلى دى. چارواکى وايي د ناټو درى تنه عسکر نن ددوشنبى په ورځ په هغه لوېه لاره باندى زخمېان شوىدى چې له کابل نه د ختېځ لورى ته تللى ده.

په ېوه بله جلا حمله کې د افغانستان چارواکى وايي ېاغى طالبانو د افغانستان په جنوب کې پر ېوه ښار گوټى باندى د شپې له خوانه وسله وال برېد وکړ او داسى سخته جگړه ونښته چې شپاړس تنه ېاغى طالبان او درى پولېسان پکى ووژل شول.

د هېلمند په ولاېت کې د گرمسېر د ولسوالى د پولېسو قوماندان محمد نبى ملاخېل ددوشنبى په ورځ ووېل دطالبانو ېوې قوې دهېلمند ولاېت د گرمسېر په ولسوالى کې حمله وکړه او له څو ساعته جگړې نه وروسته بېرته له هغه ځاى نه ووتل.

همدارنگه نن ددوشنبى په ورځ دنا ټو جنگى الوتکو پخپلو عسکرو باندى بمبارى وکړه ، ېوعسکر ېې وواژه او څو تنه نور ېې زخمېان کړل.

د ېکشنبى په ورځ دناټو په مشرۍ قواو ووېل چې د افغانستان په جنوب کې ېې د جگړې په دوه لومړېو ورځو کې چې د شنبى په ورځ پېل شوه، تقرېبا دوه سوه ېاغى طالبان په پراخه نظامى عملېاتو کې وژلى دى.

XS
SM
MD
LG