د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او امرېکا سمندرى قواو گډ نظامى تمرېنونه دعربو په سمندرگى کې سر ته ورسول 


د پاکستان او امرېکا سمندرى قواو گډ نظامى تمرېنونه د عربو په سمندرگى کې ددى لپاره سر ته ورسول چې د ترهگرى خلاف خپل قابلېت ته انکشاف ورکړى.

دامرېکا له خوانه په دغو عملېاتو کې د رهبرى شوو توغندېو بېړى ېو اېس اېس نېکولس او د رهبرى شوو توغندېو ورانوونکې بېړى ېو اېس اېس مکفال او دالوتکو دانتقال بېړى انټرپراېز او د حملو کوونکېو اوبتلو نو بېړى ېو اېس اېس البکرکى شاملى دى.

پاکستان په دغو گډو تمرېنونو کې درى بېړى ور شاملى کړى دى. ېو اوبتل دى او بله د الوتکو دانتقال بېړى ده.

دامرېکا او پاکستان د سمندرى قواو چارواکى وايي دا دواړه انډېوال هېوادونه غواړى چې د ترورېز م ضد، قاچاق ضد او مخدره موادو د وړلواو راوړلو ضد عملېاتوکې خپل قابلېت بهتر کړى.

پاکستان له څو پېړېو راهېسى د امرېکا انډېوال هېواد دى خو د پاکستان نقش پرامرېکا باندى د ېو دپاسه دوه زرم کال د سپتمبر د ١١-مى نېټى د ترورېستى حملونه وروسته ډېر اهمېت پېدا کړ.

XS
SM
MD
LG