د لاس رسي وړ اتصالات

د سوډان حکومت وايي چې د افرېقا اتحاد د ډارفر مامورېت ملگرو ملتونو ته نشى سپارلى


د سوډا ن حکومت وايي چې د افرېقا اتحاد د احق نلرى د سولې مامورېت په ډارفر کې ملگروملتونوته وسپارى. د سوډان د بهرنېو چارو وزېر جمال ابراهېم نن ووېل ددى حق چې د ډارفر ناکراره سېمه کې امن راوستل شى ېوازې د سوډان له حکومت سره دى. د پنجشنبى په ورځ دملگرو ملتونو دامنېت شورى په ډارفر کې د شلو زرو نه د زېاتى قوې لېږل منظور کړل. د سوډان حکومت په ډېر جدى ډول دملگرو ملتونو له دغه پلان سره مخالفت کوى او وايي چې دا پلان د اشغال سره برابر دى.

دملگرو ملتونو پلان له نړېوالى ټولنى نه دا غوښتنه کوى چې د دافرېقايي اتحاد پر قوه باندى چې د سوډان د ډارفر په سېمه کې امن نشى راوستلى غور وکړى . د ېکشنبى په ورځ سوډان د افرېقاىى اتحاد قواوته ووېل کله چې د سپمتمبر په دېرشمه نېټه باندى ددوى د صلاحېت موده ختمه شى نو بېرته دې خپلو هېوادونو ته ستانه شى. خونن ددوشنبى په ورځ د جمهوررئېس نطاق مصطفى عثمان اسمعېل ووېل که د افرېقاىى اتحآد د قواو موده اوږده کړى شى نو حکومت له دې سره هېڅ ستونزه نلرى.

XS
SM
MD
LG