د لاس رسي وړ اتصالات

د هند پولېس وايى دوى په هندى کشمېر کې ېو عالېرتبه سر تېرى قوماندان وژلى دى


رپوټ وايي چې بېلو گوجر باندى د شپى له خوانه د اودهم پور په ولسوالى کې نا څاپى حمله شوې وه.

پولېس وايي چې داسړى د بېلتون غوښتونکو دحزب المجاهدېن د گوند محلى قوماندان و او له حکومت سره ېې له تېرو پنځه لس کلونو راهېسى جگړه کوله.

رپوټ وايى چې حزب المجاهدېن سمدلاسه په دغه رپوټ باندى تبصره نده کړې. دا گوند د کشمېر په ځوانانو کې خپل نوى غړى پېدا کوى خو مر کزېې په پاکستانى کشمېر کې دى. هند پر پاکستان دا تور لگوى چې سر تېرو ته وسلى او نورى مرستى ورکوى خو پاکستان دا تور ردوى.

حز ب المجاهدېن دهغو لسو گوندونو له جملى نه ېو گوند دى چې له ١٩٨٩ مېلادى نه راپه دېخوا له هند سره جگړه کوى.. دا ډلى غواړى چې کشمېر ازاد کړى او ېاېې له پاکستان سره ېوځاى کړى.

XS
SM
MD
LG