د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو په افغانستان کي د طالبانو د ماتولو ژمنه کړې ده


د ناتو د اتحاد عمومي منشي وايي ایتلافي قواوي به په افغانستان کي طالبان مات کړي.

ښاغلي یاپ دي هوپ شیفر دا تبصره نن په کابل کي وکړه چیري چي هغه د افغانستان د پارلمان د مشرانو سره ملاقات وکړ.

د افغانستان په جنوبي برخه کي د طالبانو پر خلاف د ناتو تهاجم ادامه لري. ناتو وايي د شنبې د ورځي راهیسي چي دا عملیات پیل سوي دي، تر اوسه پوري یې ٢٥٠ طالبان وژلي دي. پدې عملیاتو کي، پنځه کاناډایي عسکر هم وژل سوي دي.

د هلمند د ولایت مقامات وايي مظنونو طالبانو د لښکرگاه په ښار کي د حکومت دوه طرفداره ملایان ووژل. طالبانو دغه دواړه ملایان له خپلو کورونو څخه په زور را وایستل او بیا یې وویشتل او مړه یې کړل.

بلخوا، د پاکستان جمهورریس پرویز مشرف نن کابل ته پدې غرض ورسېد چي د جمهورریس حامد کرزي سره د تروریزم پر خلاف د مجادلې په باب خبري وکړي، او هم د افغانانو پر هغي اندېښنې باندي ورسره وږغېږي چي وايي جنرال مشرف په سرحد کي د تروریستان د تگ راتگ سره په کافي اندازه مقابله نه کوی.

XS
SM
MD
LG