د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او افغانستان باید په گډه د تروریزم سره مجادله وکړي


د پاکستان جمهورریس پرویز مشرف وايي پاکستان او افغانستان باید په گډه د تروریزم سره مجادله وکړي.

جنرال مشرف په کابل کي د افغانستان د جمهورریس حامد کرزي سره تر خبرو وروسته وویل د تروریزم مشکلاتو د افغانستان او پاکستان تر مینځ روابط خړپړ کړي دي، خو هغه زیاته کړه چي دا اړیکي باید دوستانه وي.

هغه وویل دا گاونډي هیوادونه له دریو دښمنانو سره په مجادله کي دي چي عبارت له طالبانو، القاعده، او د هغه په قول د ټولنو طالبي کېدل دي.

د پاکستان جمهورریس، دغه راز، د اوربند د هغه موافقې په باب هم خبري وکړې چي د سې شبنې په ورځ د پاکستان او په شمالي وزیرستان کي د قومي افراطیانو سره وسوه. جنرال مشرف وویل که چیري افراطیان لدې تړون څخه سرغړونه وکړي، حکومت به له قوې څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG