د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د ناتو قوماندان تقویتي قواوي غوښتي دي


په افغانستان کی د ناتو عمومی قوماندان د ائتلافي قواو د ملکونو نه غوښتي دي چی افغانستان ته دي تقویتي قواوي ولیږی .

امریکایی جنرال جېمز جونز وایی دی نور څو سوه عسکر ، هلیکوپترونه او ټرانسپورټي الوتکي غواړی . هغه دا غوښتنه نن په بلجیم کی د ناتو د قوماندانانو د غونډي نه مخکی چی ددې هفتې په پای کی به کیږی وکړه .

جنرال جونز وویل چی ناتو د افغانستان په جنوب کی د طالبانو سختو حملو حیرانه کړې ده .

د ناتو قواو د تیري هفتې را هیسي چی په دې سیمه کی یې تعرضي عملیات شروع کړی دي څه د پاسه ٢٥٠ یاغي طالبان وژلي دي . په دې عملیاتو کی پنځه کاناډایی عسکر هم وژل شوي دي .

یو بل خبر وایی چی افغان چارواکو ویلي دي چی طالبانو د هلمند د ولایت د گرمسیر ښارگوټی وروسته له هغه بیا ونیو چی پولیس د هغه ځای نه ووتل .

طالبانو دغه ښارگوټی یو ځل پخوا د جولای په میاشت کی هم نیولی و .

د ناتو عمومی منشی یاپ دي هوپ شیفر او د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي پرون په کابل کی یوه موافقه لاسلیک کړه چی په هغه جنگ ځپلي ملک کی امنیت ټینگ او پرمختگ راسی .

دي هوپ شیفر وویل چی که څه هم چی طالبانو په دې وروستیو وختو کی په افغانستان کی خپلي حملې زیاتي کړی دي خو لویدځ اتحاد به په هغه هیواد کی کامیابه شی .

XS
SM
MD
LG