د لاس رسي وړ اتصالات

د اېران دا ټومى جنجال  په برخه کې د جرگې په خبرو کې پرمختگ شوېدى


د اروپا ېو عالېرتبه دېپلومات اود اېران ستر مرکچي وېلى دى چې دوى د اېران دا ټومى جنجال په برخه کې دجرگې په خبرو کې پر مختگ کړېدى. دا طرېش په پاېتخت وېانا کې نن د ېکشنبى په ورځ د اروپايي اتحاد د خارجى پالېسى مشر هاوېر سولانه ووېل داېران له ستر مرکچى على لارىجانى سره خبرى گټورى وې او داخبرى به په راتلونکېو ورځو کې دوام وکړى. لارېجانى ووېل ېو څه غلط فهمى له منځه تللى دى.

رپوټ وايي دا خبرى ښايي داېران دوروستى فرصت نماېندگى وکړى چې د خپل اټومى پروگرام په سر د بندېزونو لگېدلو مخنېوى وکړى. دامرېکا حکومت په دې ټېنگار کوى چې پر اېران دې په دې خآطر بندېز ولگول سى چې دملگرو ملتونو له هغې نېټى نه ېې سر غړونه کړېده چې د اگست په ٣١ مه باندې ددې لپاره ټاکل شوې وه چې د ېورانېمو له غنى کولو نه دې لاس واخلى.

نن د ېکشنبى په ورځ د وخته داېران د بهرنېو چارو وزارت ووېل تهران به د ېورانېمو د غنىکولو نه لاس وانخلى . هغوى ووېل د ېورانېمو د غنى کولو په ټپه درول اوس ېوه پخوانى موضوع ده.

دامرېکې حکومت وايي دوى توقع لرى چې د ملگرو ملتونو دامنېت شورى په راتلونکېو ورځو کې په هغه پرېکړه لېک کار وکړى چې د اېران پر خلاف د بندېزونو لگولو صلاحېت ورکړى. خو چېن او روسېه د ملگرو ملتونو د امنېت د شورى د وه داېمى غړى دېته تماېل نلرى چې اېران ته سزا ورکړى. د چېن لومړى وزېر وېن جېاباو اېران دېته تشوېقوى چې د خپل اټومى پروگرام په برخه کې دنړېوالو په اندېښنه باندى غور وکړى. ښاغلى وېن په هېلسنکى کې په خپلو خبرو کې داېران پر خلاف د زېاتېدونکى فشار په باب هم خبر دارى ورکړ ا و وې وېل چې پکارده دا جنجال په سوله ئېز ډول حل شى.

XS
SM
MD
LG