په چېن کې په بهرنېو مطبوعاتوباندى نوى بندېزونه لگېدلى دى. دنوو قوانېنو سره سم به خارجى مطَبوعات په دې مکلف وى چې له دولتى اژانس زېنهوا نه دخپلو معلوماتو د خپرولو لپاره اجازه واخلى.
زېنهوا نن د ېکشنبى په ورځ ٢٢ مادى بندېزونه په دې خاطر ولگول چې دهغو خبرو نو خپرول بند کړى چې ښايى د چېن ملى امنېت ته خطر پېدا کاندى. ټولنېز ثبات ته تاوان پېښ کړى او ېاد بدو خلکو ډلى د نظرېاتو او ېا خرافاتى نظرېاتو له خپرولو سره مرسته وکړى.
د زېنهوا خبر ى اژانس وايي دوى ځانته دا حق ورکوى چې هر هغه معلومات چې دخارجى اژانسو نو له خوانه خپرېږى اودوى ېې نه تاېېدوى حذف کاندى.
د مطبوعاتو دازادۍ پلوېان وايي چې دا دکمونېست دولت له خوانه ېوه تازه هڅه ده چې ازاد مطبوعات ېا له منځه ېوسى او ېاېې کنترول کړى.