د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو عسکرو دیرش تنه یاغي طالبان وژلي دي


ناټو وايي ایتلافي عسکرو نن د افغانستان په جنوبي برخو کي لږترلږه ٣٠ تنه مظنون طالبان ووژل.

پدې عملیاتو کي چي د ناټو په مشرۍ د طالبانو د پټو ځایونو پرخلاف کېږي څه د پاسه ٣٢٠ تنه افراطیان وژل سوي دی.

په عین زمان کي، د کابل په ښار کي د احمد شاه مسعود د قتل د پنځمي کلېزي د لمانځلو لپاره سخت امنیتي ترتیبات نیول سوي دي.

ددغو مراسمو څخه یوه ورځ د مخه، د کابل په ښار کي د موټر بم په یوه حمله کي د دوو امریکايي عسکرو په شمول ١٦ تنه وژل سوي وو.

مقامات وايي دغه سرتېري بم چونکي د متحده ایالاتو د سفارت څخه بهر د امریکایانو پر یوه کاروان باندي خپل موټر بم ور برابر کړ.


XS
SM
MD
LG