د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په غربي ایالت مهاراشترا کي د جمعې په ورځ د بمونو چاودوني وسوي


د هند په غربي ایالت مهاراشترا کي خلک د هغو ٣٧ مړو په ښخولو لگیا دي چي د جمعې په ورځ د بمونو په چاودونو کي ووژل سوي وو.

د جمعې په ورځ وختي، دوه بمونه هغې هدیرې ته څېرمه وچاودل چي په زرهاوه هندي مسلمانان د عبادت لپاره پکې راغونډ سوي وو. دریم بم د ښار په مرکز کي وچاود.

مقاماتو د مالیگون پر ښار باندي پر تگ راتگ باندي بندیز لگولی دی. دا ښار د هندواڼو او مسلمانانو تر مینځ وېشل سوی دی. تر اوسه پوري هیچا ددغه حملو مسولیت په غاړه ندی اخېستی.

د مهاراشترا د ایالت مشر وزیر دا حملې تروریستي حملې وبللې چي هدف یې د هندواڼو او مسلمانانو تر مینځ جنگونه ایجادول دي.

XS
SM
MD
LG