د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان جمهورریس  ویلی دی  د کشمیر په جنجالی مسله د هند سره  روغه جوړه کیدل ډیر نیزدی شویدی


په بروکسیل کی د اروپا د پارلیمان غړو ته د وینا په وخت د پاکستان جمهورریس پرویز مشرف ویلی دی دا ډیر مهمه ده چی د کشمیر مسله د خبرو د لاری حل شی. خو هغه ویلی دی چی دوی به تر هغی د کشمیر په باب خپل دریځ بدل نه کړی تر څو هند په دی مسله د نرمښت لاره غوره نه کړی

توقع ده چی جمهورریس مشرف او د هند صدر اعظم من موهن سنگ په کیوبا کی د نا پیلو هیوادونو د غورځنگ د غونډی په مهال د یو بل سره ووینی.

دی نه پس به جمهورریس مشرف د ملگرو ملتو په غونډه کی د گډون دپاره نیویارک ته راځی او بیا به د جمهورریس بش سره د خبرو دپاره واشنگټن ته سفر کوی

XS
SM
MD
LG