د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان جمهور رئیس کرزي او د پاکستان صدر اعظم د جلال آباد تورخم لویه لار پرانستله


د افغانستان جمهوررئېس حامد کرزى اود پاکستان لومړي وزېر شوکت عزېر په جلال اباد کې هغه لوېه لاره چې د پاکستان په لگښت پخه شوېده نن رسما پرانېستله. دغه لوېه لاره تورخم او جلال اباد سره نښلوى. ددى مراسمو نه څو ساعته مخکى پر جلال اباد باندى دراکټ دوه ډزې وشوې. خو مر گ ژوبله ېې نده اړولى.

ددغه سړک د جوړولو لپاره چې ددواړو هېوادونو ترمنځ مهمه لاره ده مالى مرسته پاکستان برابره کړېده.

د پاکستان لومړى وزېر په داسى وخت کې افغانستان ته تللى دى چې ددواړو ملکونو ترمنځ په هغه څه باندى تاو ترېخوالى پېدا شوېدى چې د افغانستان حکومت ېې په دې مسله کې د پاکستان ناکامى بولى چې د ېاغى طالبانو په مقابل کې چې سخت اقدامات نه کوى. ېاغى طالبان د پاکستان خاوره ددې لپاره استعمالوى چې له سرحد نه واوړى او په افغانستان کې حملى وکړى.

XS
SM
MD
LG