د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د  ذروی پروگرام د جنجال د سوله ایز حل دپاره د اروپایی اتحاد سره خبری


ټاکل شویده ، د اروپایی اتحاد د بهرنی پالیسی مشر د ایران د ذروی چارو د لوړ رتبه مامورینو سره وگوري چې د غرب سره د ایران د ذروی پروگرام د جنجال دپاره د سوله ایز حل پر لارو چارو خبری وکړی .

د اروپایی اتحاد ویاند کرستین گاللاچ نن په بروکسل کی خبریالانوته وویل چی هاویر سولانا به په یوه اروپایی ملک کی د ایران دذروی چارو له مشر مرکچی علی لاریجانی سره ملاقات وکړی خو د لیدنی کتنی دپاى په باب به پریکړ وروسته وشی .

دا به په یوه اونی کی د دواړو خواو د مشرانو تر منځ دوهمه غونډه وي. دیپلوماتان وایی په مخکنی غونډه کی چی په ویانا کی د شنبی او یکشنبی په ورځو وشوه علی لاریجانی د اروپایی اتحاد د خارجى پالېسى مشر ته وړاندیز وکړ چی خپل ذروی پروگرام به د مذاکراتو په وخت ، د موقتی مودی دپاره ودروي، خو بیا ایران رسماً په مطبوعاتو کی دا خبره رد کړه او وې وېل چی دا سی یو وړاندیز یی ندى کړی.

د امریکا خارجه وزیرې کاندولیزا رایس ویلی و چی د اروپایی اتحاد او ایران تر منځ د مذاکراتو شرط دادی چی ایران باید د خبرو نه مخکی اول د یورانیمو د غنی کولو کار بند کړی .

ایران د ملگرو ملتونو هغه غوښتنه رد کړی ده چی ویل یی ایران دی باید داگست د ٣١ نیټی نه پس خپل ذروی پروگرام بند کړی.

XS
SM
MD
LG