متحده ایالاتو د ایران له خوا له عراق سره د هغی مرستی د وړاندیز په مقابل کی په احتیاط عکس العمل وښود چی وایی په عراق کی به د تشدد د مخنوی په برخه کی گټوره ثآبته شی .
د سپیڼی ماڼی ویاند تونی سنو وایی مامورین باید اول ددی وړاندیز په اصلی هدف باندی چی ایران د سه شنبی په روځ وکړ ځانونه پوه کړی.
ټونى سنو ویاند وویل د متحده ایالاتو نظر دا دی چی که ایران دجدایی غوښتونکو او ترورستانو سره چی غواړی په عراق کی د دیموکراسی د لاری خنډ گرځی خپل ملاتړ بند کړی نو گټوره نتیجه درلودالى شی .
د ایران جمهور ریس محمود احمدی نژاد د خپل حکومت د مرستی دا وړاندیز په تهران کی د کنفرانس په ترڅ کی چی د عراق صدراعظم نوری المالکی هم ورسره و، اعلان کړ.
په عراق کی د امریکایی قواو قوماندان جورج کیسی دری میاشتی مخکی پر ایران تور ولگاوه چی په عراق کی شیعه تندرو یاغیانوته پرمختللی وسلې او مهمات ورکوي.