د لاس رسي وړ اتصالات

په بغداد کې د موټر بم په دوو چاودنو کې لږ تر لږه ٢٢ عراقېان وژل شوى


په بغداد کې د موټر بم په دوو چاودنو کې لږ تر لږه ٢٢ عراقېان وژل شوى او اتېا تنه پکى زخمېان شوىدى. چارواکى وايى دواړه بمونه د پولېسو له د فترونو سره نېژدى په ختېځ بغداد کې وچاودېدل. په وژل شوو کې پولېس اوملکېان هم شامل دى.

په ېوه جلا رپوټ کې چارواکى واېې د هغو شپېتو کسانو مړى چې اول کړول سوى اوبېا وژل شوى وو د شپې په بغداد کې پېدا شوىدى. داسى ښکارى چې دا ټول د فرقه تشدد قربانېان وو. په ېوه بل رپوټ وکې وېل شوىدى چې ېوې سر تېرى ډلى په عراق کې په اېنتر نېټ کې ېو خبر لېک خپور کړىدى او گواښ کوى چې دوى به هغه ترکى برمته ووژنى که دهغه کمپنى په عراق کې په ٧٢ ساعتونو کې خپل کار وبار بند نکړى.

دامرېکا اردو اعلان کړىدى چې نن دوه نور امرېکا يي عسکر په جگړه کې وژل شوىدى. ېو دا لانبار په ولاېت کې چې د بغداد لوېدېز ته پروت دى اوبل د بغداد په جنوب کې وژل شوېدى.

په عېن حال کې د عراق د پخوانى مشر صدام حسېن په محاکمه کې مشر څارنوال مشرقاضى نه غوښتنه کړېده چې استعفى وکړى. څارنوال شکاېت کړىدى چې قاضى په دې کى ناکام شوېدى چې د محاکمى په دوران کې دمدافعانو او دهغوى د وکېلانو د قهر او غوسى د څرگندولو مخه ونېسى.

مشر قاضى عبدالله امېرى مستقېما دغه شکاېت ته ځواب ندى وېلى . صدام اودهغه سره ملگرى شپږ تنه مدافعان په دى تور ن دى چې د ١٩٨٠ په لسېزه کې ېې د زرگونو عراقى کردانو د وژلو امر کړى و.

XS
SM
MD
LG