افغان پولیس وایی چی ١٥٠ تنو یاغي طالبانو نن د پولیسو په یوه سټیشن باندی حمله وکړه او هغه یې د لنډي مودې دپاره اشغال کړ . په جگړه کی دوه طالبان او دوه پولیسان وژل شوي دي .
مامورین وایی چی مخکی له دې چی جگړه شروع شی طالبانو دغه سټیشن چی د فراه په ولایت کی دی لږ وخت نیولی و .
د فراه ولایت تر دې وروستیو وختونو پوری د افغانستان د نورو جنوبي سیمو په نسبت چی هلته د ناتو قواوي د طالبانو د له منځه وړلو د پاره لیږل شوي دي نسبتا آرام و .
یو بل خبر وایی چی پولینډ ویلی دي چی افغانستان ته به لږترلږه ٩٠٠ تنه نور عسکر هم ولیږی . پولینډ همدا اوس په افغانستان کی سل تنه عسکر لری . هغه وایی چی دغه اضافي عسکر به یې د بل کال د فیبروری تر میاشتي پوری هلته پاته وی .
ناتو غوښتي دي چی افغانستان ته نور عسکر هم واستوی .