د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالات په افغانستان کي پر بیاودانولو باندي ټینگار کوي


د مرکزي او جنوبي اسیا د چارو لپاره د متحده ایالاتو یو عالي رتبه مامور وايي په افغانستان کي د طالبانو د روان بغاوت له مینځه وړلو لپاره د امریکا د پلان یوه برخه پر انکشاف او بیاودانولو باندي ټینگار کول دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال، ریچارډ باوچر، د بالتیمور په ښار کي د جانز هاپکینز د پوهنتون محصلینو ته د پنچشنبې په ورځ وویل په افغانستان کي د ثبات د ټینگولو لپاره ایتلافي قواوي باید د افغانانو د اکثریت زړونه لاسته راوړي څو د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي.

هغه وویل د ښه حکومت یوه ښېگڼه دا ده چي خلکو ته د اوبو لگولو پروژې، مکتبونه، او کلینکونه جوړ کړي.

ښاغلي باوچر، دغه راز، وویل د افغانستان په جنوبي برخو کي د طالبانو قوت او طاقت هک پک او حیران کړی دی.

تېره هفته، د ناټو اتحاد د طالبانو سره د مقابلې لپاره د ٢٥ سوو نورو عسکرو غوښتنه وکړه.

د پنجشنبې په ورځ ، د پولنډ حکومت وویل افغانستان ته به د فبروري تر میاشتي پوري لږترلږه ٩٠٠ عسکر واستوي څو هلته د ١٠٠ پولنډي عسکرو سره یوځای سي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال، ریچارډ باوچر، د بالتیمور په ښار کي د جانز هاپکینز د پوهنتون محصلینو ته د پنچشنبې په ورځ وویل په افغانستان کي د ثبات د ټینگولو لپاره ایتلافي قواوي باید د افغانانو د اکثریت زړونه لاسته راوړي

XS
SM
MD
LG