د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي او افغاني قواو د طالبانو پر خلاف عملیات پیل کړي دي


په زرهاوو افغاني او د امریکا په قیادت ایتلافي قواو د طالبانو پر خلاف نوي عملیات پیل کړي دي.

په افغانستان کي، د ایتلافي قواو مامورین وايي د غرني غضب په نامه عملیاتو کي به اوه زره عسکر برخه ولري او دا نظامي عملیات به د پکتیکا، خوست، غزني، پکتیا او لوگر په ولایاتو کي وسي. دوي وايي دا عسکر به، دغه راز، پدې سیمو کي د اقتصاد انکشاف او ودې سره هم مرسته وکړي.

په عین زمان کي، د ناټو په مشرۍ قواوي د افغانستان په جنوبي سیمو کي د طالبانو پرضد په پراخو عملیاتو بوخت دي. د ناټو ایتلاف وايي پدې تېرو دوو هفتو کي یې په سلهاوو افراطیان وژلي دي.


XS
SM
MD
LG