د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر اخوان المسلمېن د پاپ معذرتى وېنا د بښنى غوښتلو سره برابره بولى


د مصر اخوان المسلمېن ووېل، مخکى چې پاپ د اسلام په برخه کې کومى څرگندونى کړې ، نن د ېکشنبى په ورځ ېې په خپلو تبصرو کې په کافى اندازه دومره څه وېلى دى چې معذرت اوبښنى غوښتلو سره برابرى دى. ددغه غېر قانونى خو معتدل گوند ېو عالى رتبه مشر محمد حبېب نن په قاهره کې ووېل دى د پاپ د نن ورځى تبصرى داسى بولى چې هغه خپلى مخکېنى تبصرى بېرته اخېستى دى. هغه ووېل دا ډله هېله منه ده چې پاپ به داسلام په هکله خپل نظرېات نور هم توضېح کړى.

رپوټ وايي په نورو ځاېونو کې مسلمانانو د پاپ پر هغو تبصرو باندى اعتراضونه وکړل چې هغه تېره اونى په جرمنى کې کړې وې. په لوېدېزه غاړه دوو نورو کلېساگانو ته هم اور اچول شوىدى او داسى ښکارى چې داکار د پاپ د خبرو په مقابل کې دانتقام په ډول شوېدى.

د جنېن په سېمه کې هم ېو ه کوچنى کلېسا د اور په بم باندى څه ناڅه سوځول شوېده. داېران د قم په ښار کې د دېنى علومو څو سوه شاگردانو د پاپ پر تبصرو باندى اعتراضونه کړېدى. پردى سر بېره داېران ېو معبتر دېنى عالم احمد خاتمى ووېل پکارده چې پاپ داسلام په هکله معلومات پېدا کړى.

XS
SM
MD
LG