د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې ېو ځان وژونکى  ځان په بم الوزولى دى


ېو ځان وژونکى دهغه موټر څنگ ته ځان په بم الوزولى دى چې امرېکاېان پکى سپاره وو. دا پېښه کابل ته نېژدى شوېده او ددوو امرېکاېانو په شمول څلور تنه پکى زخمېان شوېدى.

محلى چارواکى وايي برېد کوونکى په ځان پورى چاودونکى مواد تړلى وو او دېکشنبى په ورځ مخکى له دېنه چې ځان په بم والوزوى دموټر مخى ته ېې ورمنډه کړه. په ېو بل رپوټ کې وېل شوىدى چې دغه موټر دامرېکا انجنېران انتقالول خو په بل کې وېل شوېدى چې زخمېان د امرېکا عسکر وو.

تردې ېو څوساعته مخکى په کندهار کې ېو بل ځان وژونکى د کاناډا د عسکرو ېو کاروان ته نېژدى ځان په بم والوزاوه. خپل ځان او ېوملکى سړى ېې وواژه. په دغه چاودنه کې پنځه تنه لاروېان هم ژوبل شوېدى. دناټو په مشرى عسکرى ځواکونو درى تنه عسکر ېې هم سرسر ي شان زخمېان کړېدى.

د ځان وژنى دا برېد په داسى وخت کې کېږى چې ناټو او افغان قواو اعلان کړېدى چې د طالبانو خلاف تهاجمى علمېاتو پړاو په جنوب کې په کامېابى سره بشپړ شوېدى او د بېا رغونى کارونه به ډېر ژر پېل شى. رپوټ وايي چې تر پنځوسوو زېات ېاغېان ددوو اونېو په اوږدو عملېاتو کې ووژل شول. رپوټ وايي د اعملېات ددى لپاره شوي وو چې طالبان له دغى منطقى نه وباسى. په ختېځ افغانستان کې امرېکا يي او افغان قواو د ېاغى طالبانو خلاف نو ي تهاجمى عملېات پېل کړېدى. دامرېکا پوځى چارواکى وايي په دغو عملېاتو کى اووه زرو عسکرو برخه اخېستى ده او په پنځو ختېځو ولاېتونو کې روان دى. د شنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو د قواو ېو قوماندان ډگر جنرال ډېوېډ رېچرډز د بر تانېې څلورم لمبر خبرى تلوېزېون ته ووېل دى تو قع لرى چى د ېاغى طالبانو خلاف پوځى مبارزه به له درو نه تر پنځو کلونو پورى دوام ولرى.

XS
SM
MD
LG