د لاس رسي وړ اتصالات

دعراق د کرکوک په ښارکې ېو ځان وژونکى د چاودونکېو موادونه ډکه لارۍ  په بم الوزولى ده


دعراق پولېس وايي ېو ځان وژونکى د کرکوک په شمالى ښار کې له چاودونکېو موادونه ډکه لارۍ په بم الوزولى ده او لږ ترلږه اتلس کسان ېې له ځان سره وژلى دى او پنځه پنځوس نور ېې زخمېان کړېدى. نن د ېکشنبى په ورځ دا برېد د ېو څو نو وژونکېو او خونړېو برېدونو په لړ کې سر ته رسېدلى دى. دعراق چارواکى وايي ېو ټوپک والا پر ېوملکى سړى باندى مخکى ترهغى چې د پولېسو د ېو مرکز مخى ته وچوى پر ملکېانو ېې ډزې وکړې. د ځانى تلفاتو زېاته اندازه د پولېسو په مرکز کې دننه وه.

دا حمله د کردستان د وطنپالو د آتحاد په نامه گوند دفترونو ته نېژدى وه. دا د عراق د جمهوررئېس جلال طالبانى د گوند دفترونه دى. چارواکى وايي لږ تر لږه پنځه نورى چاودنى هم په کرکوک کې شوېدى. په دغو چاودونو کې دوه هغه چاودنى هم شاملى دى چې د پولېسو گزمى ېې هدف وې. په دغو چاودنوکې لږ تر لږه شپږ تنه نور چې ملکېان هم پکى شامل وو وژل شوېدى. د بغداد په جنوب کې

پولېسو د ېکشنبى په ورځ دعراقېانو ٢۴ نور مړى هم پېدا کړېدى . رپوټ وايي چې دامړى او ل کړول شوېدى او بېا د فرقه ېي تشدد د دمرگانېو ډلگېو له خوانه وژل شوېدى. رپوټ وايي د تېرى چارشنبى له ورځى راهېسى په پاېتخت بغداد کې دوه سوه مړى پېدا شوېدى.

په عېن حال کې دامرېکا پوځ اعلان کړېدى چې ېوعسکر ېې په لوېدېز بغداد کې له زخمونو نه مړشوېدى ېچ د الانبار په ولاېت کې ېې خوړلى وو.

د عراق لومړى وزېر نوى المالکى د شنبى په ورځ ېو ځل بېا د عراق خلکو ته خواست وکړ چې له خپلو فرقه يي اختلافاتو نه تېرشى او خپل سېاسى او قومى اختلافات ېوې خواته کړى او دملى پخلاېنى پر هغه پلان باندى عمل وکړى چې د جون په مېاشت کې اعلان سوى و.

XS
SM
MD
LG