د لاس رسي وړ اتصالات

نن د دوشنبى په ورځ په افغانستان کې د ځان وژنى په درى چاودنو کې اوولس تنه وژل شوى دى


نن ددوشنبى په ورځ په افغانستان کې د ځان وژنى په درى چاودنو کې د ناټو څلور عسکر، درې پولېسان او لس تنه نور وژلى دى.

په جنوبى افغانستان کې ېو ځان وژونکي دماشومانو پرېوې ډلې باندى ېو باېسېکل ور ووست او خپل ځان ېې په بم والوزاوه. څلور کاناډايى عسکر هغه وخت ووژل شول چې په ماشومانو باندى کتابچى او قلمونه وېشل. په دغه چاودنه کې ٢٥ ماشومان او لس تنه عسکر زخمېان شوېدى.

په لوېدېځ افغانتسان کې دهرات په ولاېت کې ېو بل ځان وژونکى چې په باېسېکل باندى سپور و اوبم ېې وچاوه لس تنه ېې وژلى او پنځه لس تنه نورېې زخمېان کړېدى. پولېس وايي چې دهغه د حملى هدف د پولېسو ېو عالېبرتبه مامور و.

په کابل کې ېو ځان وژونکى ددوشنبى په ورځ درى پولېسان وژلى او ېوتن ېې زخمى کړېدى. دا چاودنه د د ښار په ختېځه برخه کې چې اکثرا ځان وژونکى حملى پکى کېږى شوېده.

د ېکشنبى په ورځ د ناټو قواو ووېل ددوى قواود افغان عسکرو سره په گډه ېاغى طالبا ن د پنجوايي له ولسوالى نه ددوو اونېو په اوږدو عملېاتو په ترڅ کې واېستل. رپوټ وايى د اد ناټو د تهاجمى عملېاتو په لړکې تر ټولو ستر زمکنى عملېات وو. دناټو قوماندانان وايى چې له پنځو سو و نه زېات طالب جنگېالى په دغو عملېاتو کې د افغانستان په جنوب کې د دتېرو دوو اونېو په ترڅ کې ووژل شول.


XS
SM
MD
LG