د لاس رسي وړ اتصالات

تروریستان غواړي چي بین المللي ټولنه د افغانستان په بیا ودانولو کي ناکامه سي : حامد کرزی


د افغانستان جمهورریس حامد کرزی وايي هغه تروریستان چي په افغانستان کي خارجي عسکر وژني غواړي چي بین المللي ټولنه د افغانستان په بیا ودانولو کي ناکامه سي.

ښاغلي کرزي نن د چهارشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو عمومي اسمبولې ته وویل تروریستان د افغانستان اقتصادي پرمختگ او ابادي د خپل ځان ماتي گڼي.

ښاغلي کرزي پاکستان ته په اشاره وویل تروریزم له افغانستان څخه سرچینه نه اخلي. هغه وویل د افغانستان څخه بهر د تروریستانو د ځایونو تباه کول ضروري دي، او هم باید په ټوله سیمه کي د تروریزم شبکه ړنگه سي.

د ښاغلي کرزي دا تبصره فقط دوې هفتې وروسته له دي کېږي چي د پاکستان حکومت په شمالي وزیرستان کي د طالبانو د افراطي پلویان سره د اوربند موافقه لاس لیک کړه. د پاکستان پوځ موافقه وکړه چي پدې سیمه کي به خپل عملیات ختموي، او افراطیانو په مقابل کي ژمنه وکړه چي پخپله منطقه کي به خارجي تروریستانو ته ځای نه ورکوي او هم په افغانستان کي د حملو د کولو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG