د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنگونو کي لس مظنون طالبان وژل سوي دي


د ناټو اتحاد وايي عسکرو یې لږترلږه لس مشکوک طالب یاغیان د افغانستان په جنوبي او جنوب شرقي سیمو کي وژلي دي.

د ناټو د اتحاد یوه اعلامیه وايي دا جنگ د سې شنبې په ورځ د هلمند د گرمسیر په ولسوالۍ کي هغه وخت پېښ سو چي یاغیانو پر سوله ساتونکو عسکرو باندي ډزي وکړې او هغوي هم متقابله حمله وکړه.

پدې تېرو دوو میاشتو کي، طالبانو دوه ځله گرمسیر نیولی وو، مگر افغان او غربي عسکرو هغوي بېرته پسې واخېستل.

د ناټو اتحاد، دغه راز، په پکتیکا په ولایت کي هم د جنگونو رپورت ورکوي.

د کال ٢٠٠١ راپدې خوا چي د طالبانو رژیم ړنگ سو، په هغه هیواد کي د یاغیانو حملې ډیري سوي دي. د دوشنبې په ورځ، په دریو ځان مرگي حملو کي د څلور کاناډايي عسکر په شمول ١٩ کسه ووژل سول.


XS
SM
MD
LG