د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا جمهوررئېس نن د سه شنبى په ورځ د ملگرو ملتونو په عمومى اسامبلى کې وېنا وکړه


دامرېکا جمهوررئېس جورج بش وايي نړۍ په داسى نظرېاتى مبارزه اخته ده چې په هغى کې سخت درېځه خلک له ترهگرى نه کار اخلى او معتد ل خلک د سولى ملاتړ کوى.

ښاغلى بش داخبرى په خپله هغه وېنا کې وکړې چې په ملگروملتونوکې ېې نن د سه شنبى په ورځ وکړى.

جمهوررئېس جورج بش ووېل زموږ دعصر ستر ه ستونزه داده چې ترهگرى ته ماتې ورکړو اوآزادى خپره کړو. هغه ووېل چې داسى بهتره نړى جوړه کړو چې ترهگرى پکى نه وى.

ښاغلى بش په منځنى ختېځ کې ددېموکراسى په لور مهم قدمونه وستاېل.

XS
SM
MD
LG