د لاس رسي وړ اتصالات

داېران جمهوررئېس احمدى نژاد وايي په معاصره نړى کې د دولتونو چارى ناامېده کوونکې دي


داېران جمهوررئېس احمدى نژاد وايي په معاصره نړى کې د دولتونو چارى ناامېده کوونکې دي او اېران په دې باب ېو لړ نظرېات او وړاندېزونه لرى چې له هغوسره سم د نړى ستونزې په ښه ډول اوارېدلى شى

داېران جمهوررئېس احمدى نژاد نن د سه شنبى په ورځ هغه وخت چې نېوېارک ته ورسېده داېران له خبرېالانو سره ېې نن سهار دوخته خبرى وکړى. هغه ووېل دى داېنده لپاره له نهېلى او غم نه پرته بل څه نه وېنى ځکه چې اوسنى نړېواله فضا له تهدېد ، تشنج ، شخړو او دښمنى نه ډکه ده .

هغه ووېل اېران دنړۍ د ستونزو د حل لپاره ډېر شفاف او واضح نظرېات لرى چې څنگه د نړى ستونزى اوارى کاندى او په ښه ډول نظم راولى. اېران به دا نظرېات وړاندى کړى او بحث به پرې وکړى چې غوره لارې ېې کومى دى چې داسى مساېل پرې حل شى او په نتېجه کې ېې د ټولو لپاره دوامداره سوله منځته راشى.

ښاغلى احمدى نژاد ووېل دملگرو ملتنو د امنېت د شورى درېځ د اېران د ېورانېمو دغنى کولو د پروگرام په باب ېو بل مثال دى چې دنړى ستونزوسره په غېر منطقى ډول برخورد کېږى.

دامرېکا خارجه وزېرې نن د سه شنبى په ورځ په نېوېارک کې دامرېکا ېو تلوېزېون ته ووېل که نړېواله ټولنه پراېران باندى بندېزونه ونه لگوى نو ددى خطر شته چې خپل اعتبار له لاسه ورکړى. هغى ووېل دامرېکا چارواکى دېته حاضر دى چې له څو لسېزونه وروسته داول ځل لپاره له اېرانى چارواکېوسره ملاقات وکړى خو په دې شرط چې هغوى دېورانېمو دغنى کونگ پروگرام وځنډوى.

XS
SM
MD
LG